حوثي یاغیانو سعودي عربستان ته د سولې وړاندیز کړی

31 سنبله 1398 ساعت 9:20

یمن کې د حوثي وسله والو ډلې یوې مشر سعودي عربستان د سولې او یو پر بل د نه برید کولو وړانديز کړی دی.


یمن کې د حوثي وسله والو ډلې یوې مشر سعودي عربستان د سولې او یو پر بل د نه برید کولو وړانديز کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د حوثیانو دغه مشر په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي، دوی سعودي عربستان ته وړاندیز کوي چې پر یو بل به بریدونه دروي او په دې توګه به د سولې لپاره نور اقدامات ترسره کوي.

نوموړي ویلي، چې د سولې او ښه نیت په موخه باید دواړه لوري په لومړي سر کې پر یو بل بریدونه بند کړي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د حوثیانو له دغه پیغام هرکلی کړی دی خو سعودي عربستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حوثیانو داسې مهال دغه وړاندیز کړی چې د عربستان د تېلو پر چاڼځایونو بریدونو د ټولې نړۍ غبرګون پارولی دی.

حوثیانو د برید مسوولیت منلی دی، خو امریکا او سعودي عربستان یې د ایران کار بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120605

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120605/

جمهور
  https://www.jomhornews.com