نظرپوښتنه:

طالبانو سره خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز نه لري

31 سنبله 1398 ساعت 9:34

په امریکا کې یوې تازه نظر پوښتنه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره خبرې کول یا نه کول د امریکا پر ملي امنیت کوم اغېز نه شي کولی.


په امریکا کې یوې تازه نظر پوښتنه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره خبرې کول یا نه کول د امریکا پر ملي امنیت کوم اغېز نه شي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نظر پوښتنه د هېل امریکایي ورځپاڼې او یوه څېړنیز مرکز له خوا په ګډه تر سره شوې ده.

په نظر پوښتنه کې له پوښتل شویو کسانو پنځوس سلنه ویلي، چې له طالبانو سره خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز نه لري.

د نظر پوښتنې ۲۷ سلنه وګړو بیا ویلي، چې دغه خبرې د امریکا پر ملي امنیت اغېز لري، خو ۲۳ سلنه بیا ویلي دغه خبرې د امریکا لپاره خطرونه جوړولی شي.

دا نظر پوښتنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه کړې دي.

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې هغه مهال لغوه کړې، چې څه موده وړاندې طالبانو کابل کې موټر بم برید وکړ او د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ تنه و وژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د امریکا ولسمشر هغه مهال ویلي و طالبانو تېرتونه وکړه، ځکه دوی فکر کولو چې په دغه ډول بریدونو په د سولې پروسه کې امتیاز تر لاسه کړي، خو ټول کار یې خراب کړ.

هغه په دې وروستیو کې دا هم ویلي، چې طالبان اوس په خپله تېروتنه پوه شوي، خو اوس چاره نه ورځي، چې څنګه یې له سره جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com