برېتانیا وایي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدی شي او د پای ته رسېدو لپاره یې ښکېل لوري اړ دي، چې مخامخ خبرو ته سره کېني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د برېتانیا شارژدافیر جایلز لیور کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه وشوه او هره ورځ د افغانانو وینې توېږي، چې نور یې باید د پای ته رسېدو لپاره کار وشي.
جایلز ليور ویلي، دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې مخامخ خبرو ته سره کېني.
کابل کې د برېتانیا شارژدافیر ټینګار کړی، چې تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب باید سوله وي او برېتانیا یې ملاتړ کوي.
د هغه به وینا برېتانیا تل د سولې په ټولو هڅو کې همکاري کړې ده او تر ټاکنو وروسته هم د سولې له هر ډول هڅو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
نوموړي تمه ښودلې، چې راتلونکې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي او افغانان وکړی شي د خپلې خوښې کاندید ته خپله رایه وکاروي.
جمهورخبري آژانس:کابل