طالبانو د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ برید کړی دی

31 سنبله 1398 ساعت 10:03

د میدان وردګ د ولایتي شورا یو غړی وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ پر مرکز ډلیز برید کړی دی.


د میدان وردګ د ولایتي شورا یو غړی وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ پر مرکز ډلیز برید کړی دی.

د ولایتي شورا غړي حسین علي بلیغ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه سهار مهال پر ولسوالۍ برید وکړ او اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

د هغه په وینا تر اوسه د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې د سیمه ییزه پولیسو یوه امنیتي پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلې او جګړه د ولسوالۍ شاوخوا جریان لري.

هغه وېره وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې که مرکزي حکومت پر وخت اقدام ونه کړي، ښايي دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

نوموړي و ویل، چې تر اوسه مرستندویه ځواکونه سیمې ته نه دي رسېدلي او باید چې ډېر ژر مرستندویه ځواکونه دغه سیمې ته ولېږل شي.

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، چې دا مهال د جګړې له امله د بامیان او میدان وردګ لویه لار د ترافیکي پر مخ تړلې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 


د مطلب کود: 120610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com