پاکستان کې ترافیکي پېښې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 سنبله 1398 ساعت 13:03

د پاکستان په راولپندۍ کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پاکستان په راولپندۍ کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د راولپنډۍ په یوه غرنۍ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې موټر کې تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې او چپه شوی دی.

ځايي پولیس وایي، موتر تر چپه کېدو وروسته یوې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې ۲۲ تنه مسافر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا دا چې پېښه په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې، نو د ژغورنې عملیات یې هم له ستونزو سره مخ شوی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com