د بلخ د زارغ ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

31 سنبله 1398 ساعت 13:45

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بلخ د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بلخ د زارع ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو وژل شوی ولسوال مولوي ګل احمد نومېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې ولسوالۍ د مرکز اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې او پر مهال یې هوايي بریدونه هم شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته او هوايي بریدونو کې د زارع ولسوالۍ لپاره نومول شوی طالب ولسوال مولوي ګل احمد مشهور په ابوز سره له ۸ نورو طالبانو وژل شوی او ۱۳ نور طالبان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په نښته کې دوه سیمه ییز پاڅونوال هم وژل شوي او دغه راز څلور تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 


د مطلب کود: 120617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com