سناتوران په کمپاینونو بوخت دي، د مشرانو جرګې دروازه وتړل شوه

31 سنبله 1398 ساعت 13:58

دا چې د مشرانو جرګې ګڼ شمېر سناتوران د ولسمشریزه ټاکنو په کمپاینونو بوخت دي نو د جرګې غوندې سر له نن ورځې وځنډول شوې.


دا چې د مشرانو جرګې ګڼ شمېر سناتوران د ولسمشریزه ټاکنو په کمپاینونو بوخت دي نو د جرګې غوندې سر له نن ورځې وځنډول شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورو ورځو په څېر ټاکل شوې وه نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه هم مشرانو جرګه غونډه ولري، خو دروازه یې تړلې وه.

ځینې سناتوران وایي، د جرګې عمومي غونډې له دې امله، چې یو شمېر سناتوران په کمپاینونو کې بوخت دي او د جرګې نصاب نه پوره کېږي نو عمومي غونډې هم ځنډېدلې دي.

د مشرانو جرګې غړی محی الدین منصف هم همدا خبره کوي وایي، ځینې سناتوران په کمپاینونو کې بوخت دي او د جرګې نصاب پوره نه وو، خو سناتوران په کمېسیونونو کې کار کوي.

خو سناتوره نبیه مصطفی زاده وایي، ډېر سناتوران د خپلې خوشې ولسمشرۍ نوماند ته کمپاینونو کې مصروف دي او له همدې امله د جرګې غونډو ته نه راځي.

نوموړې و ویل، چې د سناتورانو دغه کړه خپل کار، قانون او د افغان ولس ستونزو ته لومړیتوب نه ورکول دي، چې نباید دا ډول کړنې تر سره کړي.

د هغې په وینا دا چې په هېواد کې شرایط حساس او د ولس ستونزې ډېرې دي، نو سناتوران باید د کمپاینونو پر ځای د جرګې عمومي غوندې ته ورشي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

دا یوازې د مشرانو جرګې ستونزه نه ده، بلکې تر دې وړاندې ولسي جرګه هم له دغه ډول ستونزې سره مخ او د وکیلانو د نه ورتګ له امله یې نصاب نه پوره کېده.

د ولسي جرګې هم ډېری غړي له تېرو څو ورځو راهیسې په عمومي او د کمېسیونونو په غوندو کې برخه نه اخلي، خو منتقدین یې وايي، چې د ځینو وکیلانو دغه کار له ولس سره ښکاره خیانت دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 120618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com