پکتیا کې ماین چاودنې شپږ پولیس او ملکي وګړي وژلي

31 سنبله 1398 ساعت 14:33

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پولیس وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه سهار مهال د پکتیا ولایت د ډنډ پټنان ولسوالۍ د مقبلو درې د حسن خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، چاودنه په یاده سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې سرحدي پولیسو په دغه موټر کې له ملکیانو سره یو ځای سفر کاوه، چې پر موتر یې چاودنه شوې ده.

د هغه په وینا په دغه چاودنه کې درې سرحدي پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

راپورونه وایي، په چاودنه کې وژل شوي ملکي وګړي درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا

 


د مطلب کود: 120622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com