۰

هلمند کې بمبار شوي، د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورنه دي

دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا عملیات او هوايي برید شوی، چې د ځايي خلکو په وینا ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو امنیتي ادارې وايي، برید پر وسله والو شوی او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې.
هلمند کې بمبار شوي، د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورنه دي
د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا عملیات او هوايي برید شوی، چې د ځايي خلکو په وینا ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو امنیتي ادارې وايي، برید پر وسله والو شوی او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عملیات تېره شپه ۰۳ قطعې د موسی کلا ولسوالۍ په تخته پل سیمه کې شوي دي.

د هلمند د ولایتی شورا یوه غړي عبدالمجید اخندزاده ویلي په عملیاتو کې تر ۴۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي خو ځايي خلک وایي، ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دی وایي، لومړی پر وسله والو بمبار شوی خو که چې هغوی د واده په خلکو کې د ځان پټولو هڅه کوله بیا پرې هوايي او ځمکني بریدونه شوي.

په ورته وخت کې د سیمې خلک وایي، په برید کې دوه کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او اوس یې د مړیو او ټپیانو د را ایستلو چارې روانې دي.

ځايي چارواکي هم وايي، برید پر وسله والو طالبانو شوی، خو ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې، چې کره معلومات یې نشته او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، په برید کې چې سیمه د وسله والو مخالفینو په واک کې ده، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم تر لاسه شوي، خو پلټنې روانې دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په برید کې د شپږو بهرنیو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه د کشفي ادارو په حواله وايي، احسان، حقبین او فرهاد په سیمه کې د مخالفینو قومندانان وو او پر میوند قول اردو یې د برید پلان طرحه کړی و.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د بمبار له امله د طالبانو ډیپوګانو اور اخیستی او ولس ته ترې مرګ ژوبله اوښتې.

ویل کېږی، د پېښې تر لسو زیات ټپیان لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي، چې دو تنو یې ساه ورکړې ده.

ملي امنیت هم په یوه خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده سیمه کې د القاعده پر غړو عملیات شوي او په کې د دغه ډلې پنځه غړي وژل شوي.

خو په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، په دغه عملیاتو کې د ۲۲ بهرني وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور افغان ځواکونو نیولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم یوه اعلامیه کې وايي، چې د ملي امنیت ۰۳ قطعې په دوو سیمو کې په چاپه اچولو او بمبار سره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي