د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، که ه د افغان سولې خبرې بیا پیل نه شي، د افغانستان وضعیت نور هم خرابېدلی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دا خبرې په نیویارک کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر لیدنې وروسته په یوه مرکه کې کړې دي.
شاه محمود قریشي ټینګار کړي، چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه حل کېږي بلکې حل لار یې خبرې اترې دي.
نوموړي ویلي، د دې لپاره چې جګړه ودرېږي او ستونزه حل شي، پکار ده، چې د سولې خبرې بیا پیل شي او خبرو ته اشده اړتیا ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که خبرې بیا پیل نه شي نو په افغانستان کې به ستونزې لا ډېر او امنیت به یې تر دې هم خراب شي.
جمهورخبري آژانس:کابل