۰

هند پر جیش محمد ډلې د سختو بریدونو کولو ګواښ کړی دی

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
هندي چارواکي وايي، پاکستان کې مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې بیا خپل فعالیتونه پیل کړي خو هند به یې مخ ته تلو ته پرېنږدي.
هند پر جیش محمد ډلې د سختو بریدونو کولو ګواښ کړی دی
هندي چارواکي وايي، پاکستان کې مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې بیا خپل فعالیتونه پیل کړي خو هند به یې مخ ته تلو ته پرېنږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د پوځ لوی درستیز بیپین راوات د هند چنای پوځي اکاډمۍ کې د یوې خبرې ناستې پر مهال ویلي، چې جیش محمد ډلې په کشمیر کې د پاکستان له ملاتړه برخمن د جیش محمد ډلې ویجاړ شوي کمپونه بیا له سره ودان شوي دي.

نوموړي که څه هم هند وړاندې په دغه کمپونونو بریدونه وکړل او ویجاړ یې کړل، خو دغه ډلې بیا فعالیت پیل کړی، چې دا ځل به تر هغې لا زیات بریدونه پرې وشي.

دی وايي، پاکستان د اوربند په بیا ماتولو تورن کړ ویلي یې دي، ده هېواد درګرده هڅه کوي، چې ترهګر د هند خاورې ته ننه باسي.

د هند د پوځ لوی درستیز ټینګار وکړ، چې پاکستان بیا پر اوربند پښه ایشي او موږ پوهېږو، چې له اوربند ماتونکو سره څه وکړو.

پاکستان تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي