۰

مالیې وزارت هم پر کمزوري مدیریت او فساد اعتراف وکړ

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
مالیې وزارت هم تایید کړه، چې کمزوری مدیریت او فساد د دې لامل شو، چې امریکا مرسته شوې پیسې لغوه کړي.
مالیې وزارت هم پر کمزوري مدیریت او فساد اعتراف وکړ
مالیې وزارت هم تایید کړه، چې کمزوری مدیریت او فساد د دې لامل شو، چې امریکا مرسته شوې پیسې لغوه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، امریکا هغه سل میلیونه ډالر مرسته بېرته ګرځولې، چې ټاکل شوې وه د برېښنا په یوه بنسټیزه پروژه کې ولګول شي.

په خبرپانه کې راغلي، دغه مالي مرستې د برېښنا په برخه کې د کمزوري مدیریت له امله لغوه شوې دي.

سرچینه زیاتوي، تر اصلاحاتو پورې امریکا ۶۰ میلیونه ډالر نوره مالي مرسته هم ځنډولې ده.

مالیې وزارت وایي چې لا هم فساد او کمزوری مدیریت په افغانستان کې د سترو پروژو په پلي کېدو او عملي کېدو کې ستر خنډ دی.

خبرپانه کې ویل شوي افغان حکومت د فساد په له منځه وړلو، ظرفیت لوړولو او اصلاحاتو راوستلو کې د نړیوالو همکارانو مرستې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي