د امریکا ولسمشر د هند له لومړي وزیر مودي وروسته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم کتلي او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مخکې د عمران خان سره کتلي او پر افغان سوله، طالبان، کمشیر او سوداګیزه اړیکو یې ورسره خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې عمران خان له ټرمپ نه غوښتی، چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.
د هغه په وینا دی غواړي له امریکا سره پر افغانستان، هند، کشمیر او ایران خبرې وکړي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د پاکستان ګاونډیان دي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په مانا دی، نو ځکه له ټرمپ نه غواړي، چې طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي.
د کشمیر د موضوع په اړه ټرمپ عمران خان ته ویلي، دی چمتو دی، چې د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي، خو هغه مهال چې دواړه هېوادونه خبرو ته چمتو شي.
جمهورخبري آژانس:کابل