۰

کابل کې امریکا سفارت د ولسمشرۍ په ټاکنو اندېښنه ښودلې

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت او شفافیت په برخه کې اندېښنه ښودلې ده.
کابل کې امریکا سفارت د ولسمشرۍ په ټاکنو اندېښنه ښودلې
کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت او شفافیت په برخه کې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې دوی د ټاکنو د امنیت په برخه کې د شکایتونو له امله اندېښنه لري.

سرچینې له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټولو اصولو ته پابند اوسي او دې ډموکراټیکي پروسې ته پوره درناوی ولري.

سفارت دغه راز له امنیتي ارګانونو هم غوښتنه کړې ده چې د رڼو او ټولمنلو ټاکنو د امنیت لپاره اړین تدابیر ونیسي.

په ورته وخت کې د ټاکنو څخه د ملاتړ ډلې هم په ټاکنو کې پر ټولو ښکېلو بنسټونو او امنیتي ارګانونو غږ کړی، چې د رڼو او خوندي ټاکنو تر سره کېدو لپاره هڅه وکړي.

دغه ډلې په ځانګړې ډول د ولسمشرۍ په نوماندانو غږ کړی، چې د ټاکنو پایلې نه باید د غیر قانوني او مدني بې نظیميو په مناقشې بدلې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي