دفاع وزارت د ۱۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

2 میزان 1398 ساعت 13:57

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۳۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۳۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د تلې ۲ مه خپره کړې خبرپانه کې وايي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

دغه عملیات په هلمند، بدخشان، پکتیا، غزني، میدان وردګ، زابل، ارزګان، پکتیکا، لوګر، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې تر سره شوي.

خبرپانه وایي، افغان ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ چاڼیز، کمانډويي او هوايي عملیات کړي، چې پر مهال یې ۱۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
 
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com