پاکستان کې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

3 میزان 1398 ساعت 7:48

پاکستان کې پرون سه شنبې د تلې ۲ مه یوې سختې زلزلې ګڼې سیمې لړزولې، چې د چارواکو په وینا سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


پاکستان کې پرون سه شنبې د تلې ۲ مه یوې سختې زلزلې ګڼې سیمې لړزولې، چې د چارواکو په وینا سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زلزلې، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، په ګډون اسلام آباد، لاهور، جهلم، خیبرپښتونخوا او سوات ځینې سیمې لزولې دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د زلزلې شدت په کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیانونه یې هم په همدې سیمه کې اړولي دي.

د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد ریاض زیاته کړې، چې د د زلزلې شدت د ریختر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې و او مرکز یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ژور و.

د ځايي امنیتي چارواکو په وینا د زلزلې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتونو ته وړل شوي دي.

دوی وایي، د ځینو ناروغانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com