چارواکي:

د کونړ د دانګام لپاره طالب ولسوال و وژل شو

3 میزان 1398 ساعت 7:53

سیمه ییز چارواکي وایي، د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د تلې ۲ مه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د دانګام لپاره د طالبانو نوموړل شوي ولسوال خلیل باندې چاودنه په همدې چوګام سیمه کې شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې خپله طالب ولسوال خلیل وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند وایي، دا ماین له وړاندې په سیمه کې ځای پر ځای شوی وو خو دا چې چا ځای پر ځای کړی و، معلومات یې ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120693

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120693/

جمهور
  https://www.jomhornews.com