عمران خان:

د ډېورنډ په نوم سرحد نشته، دا د انګریز جوړه کړې کرښه ده

3 میزان 1398 ساعت 8:07

د پاکستان لومړي وزیر د ډېورنډ کرښې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې دا هغه کرښه ده، چې انګلیسانو جوړه کړې او هلته کوم سرحد نشته.


د پاکستان لومړي وزیر د ډېورنډ کرښې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې دا هغه کرښه ده، چې انګلیسانو جوړه کړې او هلته کوم سرحد نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې په نیویارک ښار کې په یوه امریکایي څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، پرته له دې چې د کومې رسمي پولې په اړه خبرې وکړي و ویلي، چې په دغه کرښه اغزن تار د دې لپاره غځول شوی، چې تور و یاغیان له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي.

د هغه په وینا دا چې ٢.٧ میلیونه افغان مهاجر په پاکستان کې اوسېږي، نو د پاکستان حکومت ته ستونزمنه ده چې پوه شي څوک څه وخت ځي او څه وخت راځي.

عمران خان ویلي، که غوښتنه داسې وي چې د خلکو تګ راتګ په بشپړه توګه بند شي، نو افغان ګډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې دي چې په دط وروستیو کې د تورخم د بندر د ٢۴ ساعته پرانستلو وروسته د ډیورند کرښې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په اړه بحث تود شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایي، پر ډېورنډ هېڅ ډول معامله نه ده شوې او د ډیورند د کرښې په هکله تصمیم د افغانستان خلک نیسي او د ملت له اجازې پرته هیڅ حکومت حق نلري چې پدې هکله تصمیم ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com