۰

پکتیا کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو غړی وژل شوی

چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۲
ناپېژانده وسله والو کسانو پکتیا ولایت کې یو تن قومي مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو غړی وژلی دی.
پکتیا کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو غړی وژل شوی
ناپېژانده وسله والو کسانو پکتیا ولایت کې یو تن قومي مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو غړی وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲ مه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو ګردیز ښار کې قومي مشر او د ثبات او همپالنې د ټیم غړی وکیل جان محمد جلالي په ډزو وژلی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د وکیل جان محمد جلالي وژنه په کلکه غندلې ده.

نوموړي له امنیتي اداره په کلکه غوښتي، چې د جلالي وژونکي د نیولو په اړه جدي پلټنې وکړي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي