د امریکا د کانګرس مشرې د ټرمپ د استیضاح لپاره د پلټونو امر کړی

3 میزان 1398 ساعت 8:57

د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو لپاره د رسمي پلټونو اعلان کړی دی.


د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو لپاره د رسمي پلټونو اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د دیموکرات ګوند ځینې غړي وايي، ټرمپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اوکراین د حکومت نه مرسته غوښتې وه نو ځکه یې د استیضاح هڅه کوي.

په همدې خاطر د کانګرس ریسې نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح لپاره د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، ټرمپ له قانون څخه سرغړونه کړې او دا کار یې د اساسي قانون له مخې له خپلو مسوولیتونو سرغړونه ده.

د امریکا د کانګرس مشرې ویلي، ولسمشر باید ځواب و وايي، ځکه هېڅوک هم له قانون لوړ نه دی.

که څه هم ټرمپ منلې، د اوکراین له ولسمشر یې داسې څه غوښتي چې له سیاسی پلوه یې په ګټه و، خو د مېرمن پلوسي د څرګندونو په ځواب کې یې ویلي «هېواد مو اوس تر ټولو ښه حالت لري او هغوی(ډیموکراټان) ټاکنې بایلي، ځکه فکر کوي چې دا (استیضاح) را مخ ته کړي.»

نوموړي زیاته کړې، په داسې حال کې، چې امریکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد دی، تر ټولو ښه اقتصادي لري خو هغه (پلوسي) د استیضاح خبرې کوي.

د هغه په وینا مېرمن پلوسي لا هم د مکالمې متن نه دی لیکلی، هغه مکالمه کومه کې کومه سرغړونه نشته.

دی وایي، کومې خبرې چې سرغړونه پکې وه او هغه خبرې چې بې سرغړونې نه وې، د خپل زوی په هکله د جوبایډن خبرې دي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې استیضاح د هېواد لپاره بده ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com