پوځي چارواکو شمال کې د ۱۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

3 میزان 1398 ساعت 10:01

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په دریو ولایتونو سرپل، جوزجان او فاریاب کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

سرچیه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې ۵۲ موټر سایکلونه، ګڼ شمېر وسلې او مهمات او څو پټنځایونه یې په مکمل ډول له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 120704

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120704/

جمهور
  https://www.jomhornews.com