د پوهنې وزیر د ECW له مشرې د افغانستان په معارف خبرې کړې

3 میزان 1398 ساعت 10:12

د افغانستان د پوهنې وزیر میرویس بلخي د د ECW نړیوالې ادارې له مشرې یاسمین شریف د افغانستان د پوهنې په اړه خبرې اترې کړي دي.


د افغانستان د پوهنې وزیر میرویس بلخي د د ECW نړیوالې ادارې له مشرې یاسمین شریف د افغانستان د پوهنې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې له مېرمن شریف سره کتلي دي.

د پوهنې وزارت له خوا نن چهارشنبې د تلې ۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د نړیوالو همکاریو په رڼا کې د افغانستان وروستی تعلیمي بهیر ارزولی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو په دې برخه کې د لا زیاتو نړیوالو مرستو د راجلبولو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com