د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره:

ولسمشر به د خلکو د رایو په اساس ټاکل کېږي، له نوماندانو هیله لرو پایلې ومني

3 میزان 1398 ساعت 11:40

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به رڼې، عادلانه او کاملآ بې طرفه ټاکنې تر سره کړي.


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به رڼې، عادلانه او کاملآ بې طرفه ټاکنې تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حوا علم نورستاني، چې نن چهارشنبې د تلې ۳ مه یې کابل کې له امنیتي ارګانونو، مدني ټولنې او نورو اړونده بنسټو سره یو ځای د ټاکنو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو لپاره ټولو مرکزونو ته اساسي او غیر اساسي مواد رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي بنسټو لخوا ورته د ټاکنو د امنیت خوندي کولو په اړه پوره ډاډ ورکړل شوی او کمېسیون د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او راتلونکې شنبې به ټاکنې تر سره شي.

مېرمن نورستاني پر ټولو واجد شرایط کسانو غږ وکړ، چې د ټاکنو په ورځ د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رایه وکاروي، ځکه په وینا یې ټاکنې د دیموکراسۍ اصل او هغه څه دي، چې ولس یې پر مټ خپل راتلونکۍ مشروع برخلیک ټاکي.

نوموړې ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون د دېموکراسۍ دې اصل ته پوره ژمن دی او په ټول توان سره به رڼې، عادلانه او بې طرفه ټاکنې تر سره کړي.

حوا علم نورستاني و ویل، چې په ټاکنو کې د هر ډول درغلۍ د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي او هر هغه څوک چې په تذکره یې سټېکر نشته نشي کولی رایه وکاروي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې و ویل، چې د ټاکنو پایلې به د اساسي قانون سره سمې اعلان شي او هر هغه څوک چې ولس انتخاب کړی و، د هېواد ولسمشر به شي.

هغې و ویل«موږ د ټاکنو د شفافیت او پوره بې طرفۍ ډاډ درکوو، ولسمشر به د خلکو د شفافو رایو په اساس ټاکل کېږي، او له نوماندانو هیله لرو، چې پایلې ومني او ستونزې جوړې نه کړي، ځکه افغان ولس نور د انتخاباتي بحران زغم نه لري.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د بې طرفۍ او شفافیت ډاډ ورکړ، او په ولس یې غږ وکړ، چې د تلې شپږمه د رایو مرکزونو ته ورشي او خپلې رایې وکاوري.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کشمېنر حنیف دانشیار هم د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د هر ډول درغلۍ د مخینوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي و ویل، چې د درغلۍ د مخینوي لپاره رایه ورکوونکي له دوه فلټرونو چې یو یې د بایومتریک دستګاه او بل مرکزي سرور دی ایستل کېږي او د افغانستان سیاسي برخلیک به یوازې د خلکو په پاکو رایو سره ټاکل کېږي.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزرات ارشد امنیتي معین جنرال خوشحال سادات هم د ټاکنو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ، او پر ولس یې غږ وکړ، چې په پوره ډاډ سره د رایو مرکزونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي.

جنرال سادات و ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې د رایو، ورکولو په مرکزونو، محلونو، دفترونو کې د امنیت د خوندي توب لپاره افغان ځواکونه سر له نن څخه ګمارل شوي دي.

نوموړي و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت د تامین او دغه راز د ټاکنیزو موادو د بېرته لېږد لپاره بشپړ چمتوالی لري او په خپل ټول توان به د امنیت د خوندیتوب هڅه وکړي.

د یادونې ده، چې ټاکنو ته درې ورځې پاتې دي او د تلې په شپږمه نېټه به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

د دغه ټاکنو لپاره د ۱۶ نوماندانو تر منځ له تېرو دوه میاشتو راهیسې ټاکنیزو کمپاینونه روان و، چې د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې به دوام ولري او تر هغې وروسته د ټاکنو تر ورځې پورې به د سقوط دوره پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120713

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120713/

جمهور
  https://www.jomhornews.com