د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د اوبو مدیریت ته ۳۴۸ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه
د مالیې وزارت وایي، د اسیا پراختیايي بانګ د اوبو د مدیریت لپاره له افغانستان سره د ۳۴۸ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له خوا نن چهارشنبې د تلې ۳ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلي په همدې تړاو د اسیا پراختیايي بانک او مالیې وزارت تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه هوکړې پر بنسټ آسیا پراختیايي بانک د اوبو د مدیریت لپاره افغانستان ته ۳۴۸،۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوي.
په ورته وخت کې د اسیا پراختیايي بانک وايي، په دې پیسو به د کندهار د دهلې بند رغول کېږي او د اوبو په غوره مدیریت کې به ګټه ترې اخیستل کېږي.
د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي په دې مراسمو کې ویلي، د اسیا د پراختیايي بانک په دې بلاعوضه مرسته به دهلې بند رغول کېږي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې له دې مرستې به د اوبو د سرچینو د دایمي مدیریت او تنظیم لپاره هم ګټه اخستل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل