سیمه ییز چارواکي وايي، ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي غلام ولي افغان په دفتر کې چاودنه شوې او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۳ مه شاوخوا دوه بجې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د وکیل غلام ولي افغان په دفتر کې شوې ده.
د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتر مسوول زاهد اتل وايي، په چاودنه کې خپله افغان ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی خو دوه تنه نور ټپین شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغان د دفتر په یوه خونه کې مقناطسي ماین اېښودل شوی و چې چاودنه یې کړې ده.
د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل