۰

هند:د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او دا جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
هند:د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او دا جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې هند په دې برخه همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه وکړه، خو لا هم په دې هېواد کې تاوتریخوالۍ او ترهګرۍ پر خپل ځای پاتې ده.

جي شنګر ټینګار کړي، چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل کړی شي او هند د دې مسلې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا افغانستان د هند لپاره خورا مهم دی او تل یې هڅه کړې، چې له دغه هېواد سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره د پراختیا، لوړو زده کړو، بنسټیزو پروژو او دې ته ورته برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي