دفاع وزارت د ۷۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

4 میزان 1398 ساعت 10:03

ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د تلې ۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په میدان وردګ، غزني، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، بادغیس، قندوز، فاریاب، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.

خبرپانه وايي، په دې ۴۳ یرغلیز او هوايي بریدونو کې ۷۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com