۰

لانس کلوزنر د کرکټ ملي لوبډلې د شر روزونکي وګومارل شو

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۰۱
د افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخوانی تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده ګمارلی دی.
لانس کلوزنر د کرکټ ملي لوبډلې د شر روزونکي وګومارل شو
د افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخوانی تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده ګمارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کلوزنر د ټاکل کېدو اعلان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړی دی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس د دغه بست لپاره ۵۰ کسانو خپل غوښتنلیکونه د افغانستان کرکټ بورډ ته سپارلي وو چې د دغې ادارې مشرتابه له ټولو نوماندانو سره له مرکو وروسته ښاغلی کلوزنر د مشر رزونکي په توګه وټاکه.

بورډ تمه لري چې ښاغلی کلوزنر به د افغان لوبغاړو د رزونې ترڅنګ د روزونکو په روزنه کې هم د پام وړ رول ولوبوي.

د یادولو ده چې لانس کلوزنر د روزنې په برخه کې (Level 4 certified) روزونکی دی چې په انډین پرېمیر لیګ (IPL)کې یې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده هم ترسره کړې او د سویلي افریقا د کرکټ ملي اکاډمي د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی.

نوموړي سربېره پر دې د سویلي افریقا د ټېسټ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي، د دغه هېواد د کورني کرکټ د ډالفېن فرنچایزي د مشر روزونکي، د زمبابوې د توپوهنې روزونکي او دغه راز په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي