۰

نن د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ ده، تر څو شېبو به د رایې ورکولو بهیر پیل شي

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۱۹
د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې به نن شنبې د تلې ۶ مه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر سره او په څو شېبو کې به د رایې ورکولو بهیر پیل شي.
نن د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ ده، تر څو شېبو به د رایې ورکولو بهیر پیل شي
د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې به نن شنبې د تلې ۶ مه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر سره او په څو شېبو کې به د رایې ورکولو بهیر پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د رایې ورکولو بهیر د سهار له ۷ بجو پیلېږي او د مازیګر تر څلورو پورې به دوام ولري، خو کمېسیون وايي، که تر ټاکلي وخت دا بهیر خلاص نه شي ښايي د څو ساعتونو لپاره نور هم اوږد کړل شي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې کابو پنځه زره د رایې مرکزونه به د ورځې تر پایه پورې د رایه ورکوونکو پر مخ خلاص وي او نېږدې ۱۰ میلیونه کسان به خپله رایه وکاروي.

د ټاکنو د امنیت لپاره ۷۲ امنیتي سرتېري ګمارل شوي دي او امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې دوی د ټاکنو د امنیت لپاره بشپړ چمتوالی لري او خلک دې په ډاډه زړه رایه وکاروي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټول ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي و، چې له ډلې یې شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، نورالحق علومي او ابراهیم الکوزی د ولسمشر او نوماند محمد اشرف غني په ګټه تېر شول، خو د ټاکنو بل نوماند حنیف اتمر په ټاکنو کې د نه ګډون اعلان وکړ.

کمېسیون وایي، دا چې د هغه نوماندانو نومونه چې له نورو ټيمو سره یو ځای شوي او تصویرونه یې په رای پاڼو کې چاپ شوي، نو له رایه ورکوونکو هیله ده، چې خپلې رایې نورو نوماندانو ته ورکړي.

که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه، چې څوک مخکې دي، خو له کمپاینونو ښکاري، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل مخکښ نوماندان دي.

دا هم د یادونې ده، چې د سهار له ۷ راهیسې د رایو ورکولو مرکزونه په کابل او ولایتونو کې پرانستل شوي دي، او د راپورونو پر اساس چې تر اوسه د خلکو ګڼه ګوڼه نه ده پیل شوې، خو ښکاري چې ورو ورو د رایې د مرکزونو په لور د خلکو ورتګ مخ په زیاتېدو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي