۰

پاکستان په اقتصادي بحران کې ګیر دی

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۳۶
ملګري ملتونه وایي د چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.
پاکستان په اقتصادي بحران کې ګیر دی
ملګري ملتونه وایي د چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختیا اړوند راپور کې د پاکستان داقتصادي کړکېچ علتونه د پورونو د راکړې ورکړې خراب وضعیت، د پاکستانۍ کلدارې ارزښت کې کمښت او بهرنیو پورونو کې زیاتوالی ښودل شوی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان کله چې تېر کال واک ته ورسېد نو وې ویل چې تېرو حکومتونو د دغه هېواد خزانه تشه کړې او پاکستان له تاریخي اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

خو ملګري ملتونه وايي، چې دغه هېواد لا هم په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي