د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو بهیر رسمآ پیل شو

6 میزان 1398 ساعت 6:44

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو بهیر په رسمي ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشرې او مسوولینو له خوا پیل شو.


د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو بهیر په رسمي ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشرې او مسوولینو له خوا پیل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستاني او د یاد کمېسیون نورو چارواکو د نن شنبې د تلې ۶ مه سهار ۷ بجې د کابل ښار په رزغونه لېسه کې خبله رایه وکاروله.

د نن سهار له ۷ بجو راهیسې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکولو کابو پنځه زره مرکزونه پرانستل شوي، چې نېږدې ۱۰ میلیونه وګړي به د مازیګر تر ۴ بجو پورې رایې وکاروي.

د ټاکنو کمېسیون وایي، که په ټاکلي وخت کې د رایې ورکولو بهیر بشپړ نه شي ښايي د څو ساعتونو لپاره یې وخت نور هم تمدید شي.

د ټاکنو د امنیت لپاره ۷۲ زره سرتېري ګمارل شوي او امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په ډاډه زړه د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.

د رایې ورکولو بهیر د سهار ۷ بجو پیل شو، چې په پیل کې د خلکو د ورتګ لړۍ تته ښکارېده خو د ساعت په تېرېدو د خلکو ګڼه ګوڼه مخ پر زیاتېدو ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټول ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي و، چې له ډلې یې شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، نورالحق علومي او ابراهیم الکوزی د ولسمشر او نوماند محمد اشرف غني په ګټه تېر شول، خو د ټاکنو بل نوماند حنیف اتمر په ټاکنو کې د نه ګډون اعلان وکړ.

کمېسیون وایي، دا چې د هغه نوماندانو نومونه چې له نورو ټيمو سره یو ځای شوي او تصویرونه یې په رای پاڼو کې چاپ شوي، نو له رایه ورکوونکو هیله ده، چې خپلې رایې نورو نوماندانو ته ورکړي.

که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه، چې څوک مخکې دي، خو له کمپاینونو ښکاري، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل مخکښ نوماندان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com