د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وایي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون د جمهوریت تایید او امارت ته نه ویل دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن شنبې د تلې ۶ مه سهار څه باندې ۷ بجې رایه کاروله د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.
نوموړي و ویل، چې په ټاکنو کې ګډون د جمهوریت تایید او امارت ته نه ویل دي، چې باید خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه د ټاکنو په تړاو د طالبانو ګواښونو ته په اشارې و ویل، چې هغوی له دې مخکې ټاکنو کې هم ګواښونه کړي و، خو خلک یې د رایې له ورکولو راونه شوی ګرځولی.
دانش یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو د بریدونو پروا ونه کړي او د خپل هېواد د برخلیک ټاکلو په خاطر د رایو مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې خلک به نن بیا هم خپله مېړانه وښيي او له هر ډول پرته به د اساسي قانون سره سم خپله رایه وکاروي او خپله راتلونکې به وټاکي.
د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون دا ځل د ټاکنو د شفافیت لپاره ډېرې هڅې کړې او دغه راز نړیوالو بنسټونو هم په ټاکنو کې پر شفافیت ټينګار کړی دی.
هغه له ټولو داخلي او نړیوالو څارونو وغوښتل، چې د نن ورځې ټاکنې په جدیت سره وڅاري تر څو د ټاکنو شفافیت تظمین شي.
جمهورخبري آژانس:کابل