څو شېبې وړاندې پلازمېنه کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، خو تر اوسه یې د نوعیت او زیان په اړه معلومات نشته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې همدا نن شنبې د تلې ۶ مه سهار ۷ بجې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل شوی دی.
د سهار راهیسې د کومه ناوړې پېښې راپور نه وو ورکړل شوی خو ۸:۳۰ کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه د کابل په کومه برخه کې شوې ده.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل