د ټاکنو کمېسیون:

په ټولو ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانستل شوي، تر اوسه کومه ستونزه نشته

6 میزان 1398 ساعت 8:52

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د تېر ټاکنو خلاف دا ځل د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر ټاکلي وخت د رایې ورکولو مرکزونه پرانستل شوي او خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته ور روان دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د تېر ټاکنو خلاف دا ځل د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر ټاکلي وخت د رایې ورکولو مرکزونه پرانستل شوي او خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته ور روان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون ویاندویانو نن شنبې د تلې ۶ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنو بهیر په نورمال شکل روان دی.

د دوی په وینا د تېرو ولسي جرګې د ټاکنو په پرتله د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ډېره بریده د ټاکنو د شفافیت لپاره او ستونزو د نه رامنځ ته کېدو په اړه هڅې شوې دي.

د کمېسیون چارواکي زیاتوي، چې تر اوسه پورې دوی ته د کومې ستونزې راپور نه دی ورکړل شوی او دغه بهیر په ښه شکل تر اوسه روان دی.

چارواکي زیاتوي، چې د ټاکنو د شفافیت په موخه ۱۳۷۰۰۰ داخلي او بهرني څارونکي ګومارل شوي او د رایې ورکولو په هر مرکز کې شتون لري.

د کمېسیون چارواکو یو ځل بیا د کمېسیون پر ټولو مسوولینو او کارکوونکو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې خپله پوره بې طرفي په پام کې ونیسي او جدي نظارت وکړي.

دوی له افغان امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې د ټاکنو امنیت یې ساتلی او په ورته وخت کې له خلکو وغوښتل، چې په پراخه کچه ټاکنو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120779

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120779/

جمهور
  https://www.jomhornews.com