۰
رحمت الله نبیل:

ټاکنې ملي پروسه ده، طالب او تقلب یې دښمنانان دي، ولس باید د دواړو پر وړاندې ودرېږي

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
ولسشمرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د رایې ورکولو پر مهال په ټول ولس غږ وکړ، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
ټاکنې ملي پروسه ده، طالب او تقلب یې دښمنانان دي، ولس باید د دواړو پر وړاندې ودرېږي
ولسشمرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د رایې ورکولو پر مهال په ټول ولس غږ وکړ، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل چې نن شنبې د تلې ۶ مه یې سهار شاوخوا لس بجې د کابل شش درک سیمه کې د رایې ورکولو په یوه مرکز کې خپله رایه وکاروله د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې په ټول کې تر اوسه د ټاکنو پروسه او د رایې ورکولو بهیر په ښه شکل روان دی، خو په ځينو سیمو کې امنیتي ګواښونه او څه ستونزې شته دي.

هغه و ویل، چې د تېرو ولسي جرګې د ټاکنو په پرتله دا ځل ستونزې څه کمې دي، خو له دې سره سره په ځينو مرکزونو کې د بایومتریک کار نه کول، یا هم په نوملړونو کې تېروتنې هغه څه دي، چې ستونزې یې رامنځ ته کړې.

نبیل زیاته کړه، چې ټاکنې یوه ملي او برخلیک ټاکنو پروسه ده او په دې برخه کې که خلک هر څومره ځنډ او غلفت کوي، دا خپله ولس ته لویه ضربه ده.

نوموړي د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ، ویې ویل، چې د طالبانو تر څنګ تقلب او درغلي د ټاکنو بل هغه ستر دښمن دی، چې په کېدو سره یې نظام کمزوری کېږي او زیان یې ولس ویني.

هغه پر ولس غږ وکړو چې ټاکنې یوه ملي او برخلیک ټاکنونکې پروسه ده او طالب او تقلب یې پر وړاندې دوه دښمنان دي، چې باید ولس د دواړو پر وړاندې ودرېږي او په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند پر ټولو خلکو په ټاکنو کې د ګډون تر څنګ ترې وغوښتل، چې په خپل ټول توان د درغلیو په مخینوي کې هم هڅه وکړي او دغه راز یې له داخلي او نړیوالو څارونکو هم وغوښتل، چې له ټاکنو جدي څار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي