د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ولسمشريزه ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی او ویلي یې دي، تمې خلاف افغانانو په پراخه توګه ټاکنو کې ګډون کړی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ افغانانو ته د ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي ویلي او زیاته کړې یې دي، چې په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګدون د ستایلو دی.
نوموړي ویلي، چې ناټو د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي.
د ناټو منشي تر ټاکنو وړاندې ویلي و، هیله لري، چې د ولسمشرۍ ټاکنې په افغانستان کې د دایمي ثبات لامل شي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړي، ناټو د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې افغانستان ته سوله راولي او دلته روانه جګړه او نا امني پای ته رسوي.
باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرون شنبې د تلې شپږمه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۴۵۰۰ مزکزونو کې تر سره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د رایې ورکولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته دغه ټاکنې په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو رڼې ټاکنې وبللې او له خلکو د ګډون او امنیتي ځواکونو د امنیت د ټنګښت په پار مننه وکړه.
کمېسیون وایي د ۵۵ سلنه مرکزونو څخه یې مواد او معلومات راټول کړي او د ټولو معلوماتو او موادو تر راټولولو وروسته به د تلې په ۲۷ مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل