ولسمشر غني:

جګړه یوازې په بین الافغاني خبرو د حل وړ ده، طالبان باید پرې باور ولري

7 میزان 1398 ساعت 8:50

ولسمشر محمد اشرف عني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار ونیسي.


ولسمشر محمد اشرف عني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې و ویل، چې د سولې دروازې د طالبانو پر مخ خلاصې دي.

نوموړي په دغه پیغام کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره د یو ځای شي.

ښاغلي غني و ویل، افغان جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او طالبان باید په دې مسئله باور ولري.

ولسمشر افغانانو ته د ټاکنو د ترسره کېدو د مبارکۍ تر څنګ دغه ټاکنې بریالۍ او د خلکو ګډون په کې د پام وړ وباله.

هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو څخه مننه وکړه چې خپله دنده یې په سمه توګه سر ته رسولې ده او پر نوماندانو یې غږ وکړ چې پایلې ومني او قوانینو ته درناوی وکړي.

دغه راز ولسمشر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم مننه وکړه، چې د قربانۍ په ورکولو سره یې وکولی شول په ښه توګه د ټاکنو امنیت خوندي کړي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ پرون شنبې د تلې شپږمه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۴۵۰۰ مرکزونو کې تر سره شوې.
که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته دغه ټاکنې په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو رڼې ټاکنې وبللې.

کمېسیون وايي، د ۵۵ سلنه مرکزونو مواد او معلومات دوی ته رسېدلی او د ټولو تر رسېدو وروسته به د تلې ۲۷ مه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com