۰

یوناما او د امریکا سفارت هم په ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی

یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما او په کابل کې د امریکا سفارت هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی دی.
یوناما او د امریکا سفارت هم په ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما او په کابل کې د امریکا سفارت هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو ویلي، چې د سپټمبر په پرونیو ولسمشریزه ټاکنو کې د افغانانو ګډون او زړورتیا د ستایلو وړ ده.

یوناما پرون ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان له ټولو هغو کورنیو او نړیوالو ادارو مننه کړې، چې ټاکنې یې ممکنې کړې.

په خبرپاڼه کې هغه کسان غندل شوي، چې د ټاکنو بهیر لپاره یې د خنډونو پېښولو او ستونزو جوړولو هڅه کوله.

دغه راز کابل کې د امریکا سفارت هم په ټاکنو کې د افغانانو ګډون او مېړانه ستایلې زیاته کړې یې ده، چې افغانان د ګواښونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل دېموکراتیک حق لپاره یې رایه وکاروله.

سفارت پر ټوېټر لیکلي چې ټول لوري په دې وخت کې چې د انتخاباتو مامورین د پایلو په نهايي کولو کار کوي، کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته متعهد پاتې شي.

د امریکا سفارت زیاته کړې، چې د انتخاباتو ډموکراتیکه پروسه لا نه ده ختمه شوې او باید په حوصله د پایلو اعلان ته معطل شو.

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې او ناټو هم د ولسمشرۍ ټاکنې او په کې د افغانانانو ګډون ستایلی او مبارکي یې ورته ویلي ده.

ناټو او اروپايي ټولنې ویلي، له ستونزو او ګواښونو سره سره افغانانو مېړانه وښوده او په ټاکنو کې یې ګډون وکړ.

ناټو او اروپايي ټولنې ویلي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي