۰
یوناما، د امریکا او برېتانیا سفارتونه:

د رایې ورکونکو د رسمي شمېر اعلان د کمېسیون کار دی، نوماندان د له وخت مخکې د بري ادعا نه کوي

یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما او د برېتانیا سفارت وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د رایه ورکوونکو د رسمي شمېر اعلان په کمېسیون پورې اړ لري او نوماندان د له وخته مخکې د بریا اعلان نه کوي.
د رایې ورکونکو د رسمي شمېر اعلان د کمېسیون کار دی، نوماندان د له وخت مخکې د بري ادعا نه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما او د برېتانیا سفارت وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د رایه ورکوونکو د رسمي شمېر اعلان په کمېسیون پورې اړ لري او نوماندان د له وخته مخکې د بریا اعلان نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما او کابل کې د برېتانیا سفارت د ټاکنو تر سره کېدا او په کې د افغانانو ګډون ستایلی خو پر ټولو خواو یې غږ کړي، چې له وخته مخکې د ارقامو له خپرولو او ادعاو ډډه وکړي.

کابل کې د یوناما دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یوازې د ټاکنو کمېسیون کولی شي، د رایه ورکونکو رسمي شمېره اعلانه کړي.

د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر له ټولو لوریو غوښتي چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو وګړو د شمېرو د ورکړې په تړاو مسوولانه چلند وکړي.

د یوناما په وینا ملګري ملتونه د رایه ورکوونکو د شمېر په اړه نظر نه لري بلکې په دې اړه به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شمېرو ته په تمه پاتې شي.

په ورته وخت کابل کې د برېتانیا سفارت بیا د ولسمشرۍ پر نوماندانو غږ کړی، چې له وخته وړاندې د بریا ادعاوې ونه کړي.

دغه سفارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي نوماندان او د دوی پلویان باید پرېږدي، چې د ټاکنو کمېسیون د رڼو او بې پرې پایلو د اعلان لپاره اغېزناک کار وکړي.

 د انګلستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټول نوماندان او پلویان یې باید له وخته مخکې د خپلې بریا دعوې ونه کړي او نه دې هم د درغلۍ داسې ادعاوې کوي چې ثبوت یې ونه لري.

کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي دا چې ټاکنې په ښه توګه تر سره شوې، نو اوس باید له حوصلې کار واخستل شي څو پایلې معلومې شي، ځکه دا دیموکرتیکه پروسه همدلته پای ته نه رسېږي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې پرون شنبې د تلې شپږمه تر سره شوې، چې په کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو د کمېسیون په وینا په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو رڼې ټاکنې همدا وې.

کمېسیون وایي، د نېږدې نیمایي مرکزونو رایې او ټاکنیز توکي دوی ته رسېدلي او د پاتې نورو ولایتونو به هم ډېر ژر مرکز ته انتقال شي، چې وروسته به د تلې په ۲۷ مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي