طالبانو پروان کې د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي

8 میزان 1398 ساعت 11:45

د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، طالبانو له دې ولایت څخه د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي او په نامعلوم لور یې وړي دي.


د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، طالبانو له دې ولایت څخه د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي او په نامعلوم لور یې وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر مشر عبدالقهار وهاب ساپی وايي، په تښتول شویو کسانو کې ۷ ناظران د ټاکنو د کمېسیون، یو د ټاکنیزو شکایتونو او نور د نوماندانو څارونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه څارونکي طالبانو د شنبې له ماښام راهیسې په شینوارو ولسوالۍ کې برمته کړي دي.

 خو د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، طالبانو یوازې اته ناظرین تښتولي دي او دوی یې د ځايي ملکانو په مرسته د راخوشې کولو لپاره له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي.

د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې طالبانو د ټاکنو په ورځ په ګڼو ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com