۰
چین:

امریکا، افغانستان کې زموږ د سترو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي دوی په افغانستان کې د سترو او بنسټیزه پروزو د پلي کولو په هڅه کې دي، خو امریکا یې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
امریکا، افغانستان کې زموږ د سترو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي
پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي دوی په افغانستان کې د سترو او بنسټیزه پروزو د پلي کولو په هڅه کې دي، خو امریکا یې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د یوناما د ماموریت په غځولو کې د چین ټینګار دا و، چې د یوه کمربند یوې لارې پروسه هم په دغه ماموریت کې ور زیاته کړی شي.

خو په وینا یې امریکا د دې کار اجازه نه ورکوي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د چین د سترو پروژو مخینوی وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې دا مهال د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو ټینګولو هڅه کوي او په دې پروژه کې یې راشریکول غواړي، خو امریکا له افغانسستان سره په اقتصادي شراکت او همکاریو کې چین له پامه غورځولی دی.

په ورته وخت کې د چین سفیر د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو هرکلی هم کړی او تمه یې ښودلې، چې دا ځل ټاکنې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لامل شي.

نوموړي ویلي، چین د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي چې له همدې امله ډېر وخت په افغانستان کې پر سترو پروژو د پانګونې لپاره زړه ښه کوي.

یاو جینګ وايي، هېواد یې تل د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده او دغه همکارۍ ته به ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي