۰
واشنګټن پوسټ:

ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون ستر لامل پر سیاسیونو نه باور وو

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
واشنګتن پوست ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون تر ټولو ستر لامل پر سیاسي مشرانو د خلکو بې باوري وه.
ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون ستر لامل پر سیاسیونو نه باور وو
واشنګتن پوست ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون تر ټولو ستر لامل پر سیاسي مشرانو د خلکو بې باوري وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د دې تر څنګ د طالبانو ګواښونه او له امنیتي پلوه د خلکو وېره بل هغه لامل وو چې خلکو په کمه کچه ټاکنو کې ګډون وکړ.

د ورځپاڼې په باور په ټول کې پر سیاسیونو او نوماندانو د خلکو بې باوري، د طالبانو ګواښونه او امنیتي وېره هغه څه و، چې له امله یې خلکو په ټاکنو کې ګډون ته زړه ښه نه کړ.

ورځپاڼې ویلي، چې دا په تېرو ۱۸ کلونو کې د خلکو د ګډون له پلوه تر ټولو کمرنګه ټاکنې وې او افغانان تر ډېره له هېڅ نوماند سره علاقه نه لري.

دغه ورځپاڼې ته اسیاسي چارو څېړونکي مایکل کوګلمن واشنګټن ویلي، ورځ پر ورځ پر افغان سیاستوالو د خلکو باور کمېږي.

د ده په وینا پر سیاسیونو د خلکو د باور کمېودو لامل هم دا دی، چې دوی (سیاسیون) پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او د خلکو هيلې نه شي پوره کولی، چې په ټاکنو کې کمرنګه ګډون د دې خبرې ښه ثبوت دی.

که څه هم خلک، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او سیاسیون هم وایي، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو په ورته وخت کې دا هم وايي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دا تر ټولو رڼې ټاکنې وې، چې تر سره شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي