۰

تخار کې پر سیمه ییزه پاڅونوالو هوايي برید شوی دی

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې تخار ولایت کې په تېروتنې سره پر سیمه ییزه پاڅونوالو هوايي برید شوی او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
تخار کې پر سیمه ییزه پاڅونوالو هوايي برید شوی دی
سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې تخار ولایت کې په تېروتنې سره پر سیمه ییزه پاڅونوالو هوايي برید شوی او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي، برید نن دوشنبې د تلې ۸ مه سهار وختي د تخار بهارک ولسوالۍ کې شوی دی.

نوموړي و ویل، چې برید په تېروتنې شوی او یو شمېر سیمه ییزه پاڅونوالو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، چې دقیق شمېر یې نشته خو د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

ځینې راپورنه وایي، په دې هوايي برید کې ۱۶ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي، خو رسمي سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی.

دغه راز هغه دا هم و ویل، چې په برید کې وسله والو طابانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې جزیات نه لري.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت ویلي، بهارک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي