سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال میرزا حسین سروش وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا میرزا حسین سروش په میدان وردګو ولایت کې وژل شوی او مړی یې هم په همدې ولایت کې موندل شوی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال کابل ته په رخصتۍ تللی و، چې د بېرته راتګ پر مهال طالبانو د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې له موټره ښکته کړی وو.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو نوموړی تر برمته کولو وروسته وژلی، چې مړی یې پرون ناوخته د دې ولایت په جغتو ولسوالس کې موندل شوی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني