دفاع وزارت د تخار د خواجه غار او بهارک د سقوط راپورونه رد کړل

8 میزان 1398 ساعت 13:20

ملي دفاع وزارت د تخار ولایت د خواجه غار او بهارک ولسوالیو د جګړې پخلي خو د یادو ولسوالیو د سقوط راپورونه په کلک رد او دا یې بې بنسټه وبلل.


ملي دفاع وزارت د تخار ولایت د خواجه غار او بهارک ولسوالیو د جګړې پخلي خو د یادو ولسوالیو د سقوط راپورونه په کلک رد او دا یې بې بنسټه وبلل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې په خواجه غار او بهارک کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

خبرپانه کې ویل شوي افغان ځواکونو په یادو ولسوالیو کې عملیات شدید کړي، چې په ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دفاع وزارت وایي، د تېرې شپې په یوه هوايي برید کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او دا مهال افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د وسله والو تر پاکولو پورې به عملیات دوام ولري.

سرچینه وایي، وسله والو طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې ځای نیولی او له هغوی د سپر په توګه کار اخلي، نو ځکه افغان ځواکونه هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په دقیق ډول عملیات مخ ته وړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې نن د ورځې په اوږدو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې خواجه غار او بهارک طالبانو ولکه کړې، خو دفاع وزارت دا راپورونه آوازې او بې بنسټه وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120867

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120867/

جمهور
  https://www.jomhornews.com