۰
د ولسي جرګې غړي د ولسمشرۍ نوماندانو ته!

د ټاکنو پایلې ومنۍ، د ائتلافي حکومت جوړول د منلو نه دي

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسمشرۍ پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنو پایلې له کړکېچ کولو پرته ومني او د ایتلافي حکومت د جوړولو په هڅه کې نه شي.
د ټاکنو پایلې ومنۍ، د ائتلافي حکومت جوړول د منلو نه دي
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسمشرۍ پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنو پایلې له کړکېچ کولو پرته ومني او د ایتلافي حکومت د جوړولو په هڅه کې نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن دوشنبې تلې ۸ مې په عمومي غونده کې د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې د تېرو ټاکنو په پرتله تر ټولو رڼې ټاکنې
د ولسي جرګې دغه غړي و ویل، که چېرې نوماندان د درغلیو او تخطیو په تور پورې کولو او غږ اچتولو سره د ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو په لټه کې وي، پوه دې شي، چې دا څه افغان ولس ته د منلو نه دی.
وبللې او ویې ویل، چې نوماندان باید د دیموکراسۍ اصولو په پام کې نیولو سره د خلکو رایې ته احترام وکړي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي غلام حسین ناصري و ویل، له نوماندانو یې غوښتنه دا ده، چې د ټاکنو پایلې ومني او د ملي ګټو په خاطر افغانستان باید ټاکنیز بحران ته ټیل نه وهي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکنې د دیموکراسۍ اساسي اصل دی، چې ګټونکی او بایلونکی لري، خو نوماندان نباید په دې پلمه چې ګنې د خلکو ګډون په کې کمرنګه و، د ایتلافي حکومت په جوړولو لاس پورې نه کړي.

ناصري وايي، د افغانستان خلکو یو ځل د ملي یووالي حکومت چې له هره اړخه یوه لویه غمیزه وه تجربه کړ او نور نه باید دغه ډول حکومت رامنځ ته شي.

د ولسي جرګې دغه غړي و ویل، که چېرې نوماندان د درغلیو او تخطیو
نوموړی همدې ته په اشارې وايي«معلومه نه ده، چې د افغانستان سیاسیون به کله ملي ګټو ته درناوی کوي، په خواشنۍ سره چې د افغانستان سیاسیون د تاریخ په اوږدو کې همدا نیمګړتیا لري، چې شخصي ګټو ته پر ملي هغو ترجع ورکوي، چې همدا د هېواد د بدبختۍ لامل دی.»
په تور پورې کولو او غږ اچتولو سره د ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو په لټه کې وي، پوه دې شي، چې دا څه افغان ولس ته د منلو نه دی.

دغه راز په جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح هم و ویل، که څه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمرنګه وه، خو تېرو ټاکنو ته په کتو دا تر ټولو رڼې ټاکنې وې.

نوموړي زیاته کړه، له کمېسیون څخه یې غوښتنه ده، چې خپله بشپړه بې طرفي وساتیي او په جرآت سره د خلکو د پاکو رایو پایلې اعلان کړي.

د هغه په وینا که چېرې کمېسیون پاکې او ناپاکه رایې سره بېلې کړي، نو ټول ولس او نوماندانو ته به د ټاکنو پایلې د منلو وړ وي.

په ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي و ویل، ځینې داسې غږونه اورېدل کېږي، چې ګویا ځینې سیاسیون ټاکنې نه مني.

نوموړی همدې ته په اشارې وايي«معلومه نه ده، چې د افغانستان سیاسیون به کله ملي ګټو ته درناوی کوي، په خواشنۍ سره چې د افغانستان
مېرمن بلقیس روشن بیا و ویل، چې په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون په واقعیت کې د سیاسي مشرانو پر مخ یوه درنه څپړه وه او ولس ځواب و، چې سیاسیون باید د خلکو له غوښتنو سره همغږي شي.
سیاسیون د تاریخ په اوږدو کې همدا نیمګړتیا لري، چې شخصي ګټو ته پر ملي هغو ترجع ورکوي، چې همدا د هېواد د بدبختۍ لامل دی.»

د هغه په وینا نور بس دی او سیاسیونو لپاره ښه فرصت دی، چې د لومړي ځل لپاره ملي ګتو ته ژمن پاتې شي، د ټاکنو پایلې ومني او ګټونکي ته یې مبارکي و وايي.

مېرمن بلقیس روشن بیا و ویل، چې په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون په واقعیت کې د سیاسي مشرانو پر مخ یوه درنه څپړه وه او  ولس ځواب و، چې سیاسیون باید د خلکو له غوښتنو سره همغږي شي.

اغلې روشن زیاته کړې، چې ځینې سیاسي کړۍ د وږو لېوانو په شان یوازې دې ته ناست دي، چې ټاکنې څه ډول بحران ته لاړې شي او دوی یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي