۰
عبدالله:

د ثبات او همپالنې ټیم ګټونکی دی، ټاکنې به دوهم پړاو ته نه ځي

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوی رایې ډېرې دي او راتلونکی حکومت به هم د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم جوړوي.
د ثبات او همپالنې ټیم ګټونکی دی، ټاکنې به دوهم پړاو ته نه ځي
د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوی رایې ډېرې دي او راتلونکی حکومت به هم د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د تلې ۸ مه کابل کې خبرې ناستې ته وینا کوله، په ټاکنو کې د خلکو له ګډون، له امنیتي ځواکونو د امنیت، د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او د ټاکنو کمېسیونونو څخه د ټاکنو تر سره کېدو په پار مننه وکړه.

نوموړي و ویل، د دوی د معلوماتو له مخې په ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټیم رایې ډېرې دي، خو په وینا یې کره شمېره به یې کمېسیون اعلان کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې د ثبات او همپالنې د ټیم رایې زیاتې دي، ټاکنې به دوهم پړاو ته نه ځي او همدا ټیم په راتلونکی حکومت جوړوي.

عبدالله د رایو شمېرولو په اړه و ویل، چې دوی ته له بایو متریک پرته رایې په هېڅ ډول د منلو نه دي او همدا د کمېسیون پرېکړه هم ده.

نوموړي پر کمېسیون غږ وکړ، چې په پوره دقت او بې طرفۍ سره پاکې او ناپاکې رایې سره بېلي کړي او دغه راز په سیستم کې د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

ده و ویل چې د دوی ټیم ته یوازې پاکې رایې د منلو وړ دي او له دې پرته هېڅ څه ورته د منلو نه دي.

ډاکتر عبدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټاکنو کې د خلکو ونډه کمرنګه وه او دا د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې نه راولي زیاته کړه، چې په ټاکنو کې رښتیا هم د خلکو ګډون کمرنګه و، خو د افغانستان امنیتي شرایطو ته په کتو ټاکنې په سم ډول تر سره شوې.

هغه و ویل، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په شان به د ده په وینا بیا اتیلافي حکومت ته زړه ښه نه کړي او نه به هم هېڅ ډول معامله وکړي.

عبدالله عبدالله پر داسې مهال د خپلو رایو د زیاتوالي خبره کوي، چې د ټاکنو کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتنه کړې، چې د په خپل سري شمېر له اعلان څخه ډډه وکړي.

دغه راز، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم د ولسمشرۍ پر نوماندانو غږ کړي، چې د خپل سرو شمېر له اعلان څخه ډډه وکړي او د ټاکنو کمېسیون خپل کار ته پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي