۰
د ټاکنو کمېسیون:

هېڅ نوماند حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړی

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ هېڅ نوماند حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړي، ځکه دغه واک د اساسي قانونو او د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دی.
هېڅ نوماند حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ هېڅ نوماند حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړي، ځکه دغه واک د اساسي قانونو او د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه خبرداری پر داسې مهال ورکړ، چې د ولسمشرۍ نوماند او د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ادعا وکړه، چې په ټاکنو کې یې ډېرې رایې وړې او راتلونکی حکومت به هم د ثبات او همپالنې ټیم جوړوي.

عبدالله دا هم و ویل، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته نه ځي، بلکې ولسمشر به د خلکو د پاکو رایو په اساس ټاکل کېږي.

د عبدالله تر دغه خبرو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې هېڅ نوماند د حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ و ویل، چې د ټاکنو د پایلو اعلان او دا چې څوک بریالی دی واک او حق د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دی.

نوموړي وویل«هېڅ نوماند حق نه لري، چې ځان بریالی اعلان کړي، دا حق د کمېسیون دی، کمېسیون به خپلې ټولې پروسې بشپړوي او وروسته به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي.»

د هغه په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون به د ټولې ټاکنیزې پروسې ارزونې کوي او وروسته به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي.

ښاغلي ننګ و ویل، په ټاکنو چې کوم شکایتونه ثبت شوي د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون له خوا به په دقیق ډول څېړل کېږي او وروسته به یې پایلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس ټینګار وکړ، چې د شکایتونو تر برسي کولو او بشپړو څېړلو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي