۰
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون:

تر اوسه پر ټاکنو ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي، هېڅ نوماند د ځان بریالی نه اعلانوي

دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون وایي، د ټاکنو پر بهیر تر نن پورې د ټول هېواد په کچه ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي او نن یې د ثبت پروسه پای ته ورسېده.
تر اوسه پر ټاکنو ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي، هېڅ نوماند د ځان بریالی نه اعلانوي
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون وایي، د ټاکنو پر بهیر تر نن پورې د ټول هېواد په کچه ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي او نن یې د ثبت پروسه پای ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن دوشنبې د تلې ۸ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د قانون سره سم پر ټاکنو د شکایتونو د ثبت موده نن تر پنځو بجو پورې پای ته رسېږي.

د هغې په وینا تر اوسه پورې د ټول هېواد په کچه د ټاکنو د رایې ورکولو پر بهیر باندې ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي، چې له دې وروسته به د ولایتي او مرکزي کمېسیون له خوا به دقیق او بې طرفه ډول وڅېړل شي.

نوموړې زیاته کړه، چې له نن وروسته د ټاکنو د شکایتونو تجزیه او تحلیل پیلېږي، چې لومړی به په ولایتونو کې بیل شي او که هلته قناعت حاصل نه شو مرکز ته به انتقالېږي او دلته به ورته رسیدګي کېږي.

اغلې شینوازې ډاډ ورکړ، چې کمېسیون به پوره دقت، بې طرفۍ او له هر ډول فشار پرته شکایتونو ته رسیدګي کوي، او پاکې رایې به له ناپاکو بېلوي.

دې و ویل، چې کمېسیون ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو وړ دي او له هغې پرته هېڅ ډول رایه هم ورته د منلو نه او باطله ده.

هغې د ولسمشرۍ پر نوماندانو غږ وکړ، چې له وخته وړاندې د څرګندونې نه کوي او ځانونه دې بریالي نه اعلانوي، ځکه په وینا یې دا واک د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون سره سم د ټاکنیزو کمېسیونونو صلاحیت دی.

نوموړې زیاته کړه، چې دوی ته یوازې هغه نوماند بریالی دی، چې د خلکو په پاکو رایو ټاکل شوی وي او هر یو چې په دې اساس بریالۍ و، د قانون او ټاکنو د مهال وېش سره سم به یې اعلان کړي.

اغلې شینواري یو ځل بیا ډاد ورکړ، چې کمېسیونونه به بشپړه بې طرفي ساتي او ویې ویل«موږ به خپله بې طرفي ساتو، موږ د خلکو د پاکو رایو طرفدار یو، ډاډ در کوو هغه څه چې د قانون سره سم د خلکو پرېکړه ده هغه به درته اعلان کړو»

د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون مشرې هغه راپورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګنې پر ټاکنیزو کمېسیونونو فشارونه دي، بلکې ویې ویل، چې پر دوی هېڅ ډول فشار نشته او نه به هم کوم فشار ته ځان ټیټ کړي.

دغه راز د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون غړي سید قطب الدین رویدار هم پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې له وخته وړاندې څرګندونو جدي ډډه وکړي، ځکه په وینا یې دا د قانون خلاف کار دی.

نوموړي و ویل نوماندان باید پرېږدي، چې د ټاکنو کمېسیونونه خپلې چارې د قانون سره سمې مخې ته یوسي او هر چا چې  خلکو پاکې رایې ګټلې وي اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي