روسیه:

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې منو او د سولې په تړاو غونډه جوړو

9 میزان 1398 ساعت 8:36

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، روسیه به د افغانستان د تېرې شنبې د ورځې د ولسمشریزو ټاکنو اعلانېدونکې پایلې په رسمیت ومني.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، روسیه به د افغانستان د تېرې شنبې د ورځې د ولسمشریزو ټاکنو اعلانېدونکې پایلې په رسمیت ومني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف چې پرون دوشنبې د تلې ۸ مه مسکو کې خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه، که څه هم تر اوسه د ټاکنو رڼه او شفافه ارزونه نه ده شوې، خو که پایلې اعلان شوې روسیې ته به د منلو وړ وي.

په ورته وخت کې کابلوف دا هم و ویل، چې روسیه به ډېر ژر د افغانستان د سولې په تړاو یوه غونډه هم جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په میاشت کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.

د روسیې ځانګړی استازی وایي، د سولې په اړه یې له طالبانو سره هم تماسونه نیولي، خو لا هم پرې کار روان دی او نېټه یې تر اوسه دقیقه نه ده.

روسیه پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو د غونډې جوړلو خبر ورکوي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

امریکا وایي، تر چې طالبانو کړې ژمنې عملي کړې نه وي او اوربند اعلان نه کړي، د سولې خبرې به بیا ورسره پیل نه کړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم ویلي، چې د سولې دروازې د طالبانو پر مخ خلاصې دي، خو لومړی شرط اوربند دی او طالبان باید نور د افغان وژنې څخه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120891

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120891/

جمهور
  https://www.jomhornews.com